اسلام آباد: ضلع هنګو سره تعلق لرونکې د فټبال لوبغاړې محمد رياض په وزيراعظم هاؤس کښې وزيراعظم شهبازشريف سره ملاقات کړيدې ۔
په دې موقع وزيراعظم شهبازشريف د محمد رياض حوصله افزائي کړې او هغه له ئې پنځه ويشت لکه روپې نغد انعام او سرکاري نوکري ورکولو اعلان هم کړيدې ۔
وزيراعظم وئيلي دي چې هونهار او ټيلنټ ځوانانو لپاره به حکومت هر قسمه اقدامات کوي، او محمد رياض پشان لوبغاړي د قام اثاثه ده ،وزيراعظم سره ملاقات او حوصله افزائۍ باندې محمد رياض د خوشحالۍ اظهار کړې او د وزيراعظم شکريه ئې هم ادا کړېده ۔
ياده دې وي چې د فټبال لوبغاړي محمد رياض معاشي مشکلاتو لوجې د کور کيچن لپاره هنګو کښې ځلوبۍ خرڅولو باندې مجبوره وو، دې لړ کښې خبرونه چليدو باندې وزيراعظم شهبازشريف هغه وزيراعظم هاؤس ته طلب کړې وو۔