دخېبرپښتونخوا پوليس مشر ذوالفقار حميد وئيلي دي چې د دارالعلوم حقانيه او بنو خود کش حمله کوونکو پيژندګلو شوې او د دواړو پيښو سي سي ټي وي فوټيج هم ترلاسه شوي دي ۔
په جاري شوي بيان کښي د خيبر پښتونخوا پوليس مشر ذوالفقار حميد ووئيل چې د بنو او نوښاردارلعلوم حقانيه د ځان مرګي حمله کوونکو اعضاء نه هم پيژندګلو شوي ده ۔
هغه اووئيل چې د بنو پېښه کښې غير ملکي وسله هم استعمال کړې شوې او دې نه علاوه د بنو پېښه کښې داستعمال کړے شوو ګاډو د ټريکنګ عمل هم مکمل کړې شويدې ۔
پوليس مشر زياته کړه چې د بنو پېښې د دولسو شهيدانو خپلو خپلوانو ته لس لس لکه روپۍ معاوضه ورکړے شوې ده ۔
آئي جي ذوالفقار حميد مخکښې اووئيل چې ضلع کرم کښې سلو نه سيوا ملزمان نيولے شوي کومو چې کرم کښې دحالاتو خرابولو کوششونه کول او اوس د ترهه ګرو خاتمې لپاره په نوې منصوبه بندۍ کار روان دے او ډير زر به کرمه کښې يو وارې بيا امن وامان يقيني کړے شي ۔