کابل: افغانستان کښې د طالبانو حکومت د دارالعلوم حقانیه مهتمم حامد الحق حقاني د شهادت په اړه د د تعزیت پیغام جاري کړېدې ۔
د افغان طالبانو بيان کښې وئيلي شوي چې مولانا حامدالحق حقاني د ظالمانو په یوه حمله کښې شهید شوې دې ، د افغانستان اسلامي امارت په مرحوم مولاناحامدالحق دغه برید په کلکه مذمت کوي ۔
بيان کښې مولانا حامد الحق د ديني حلقو لپاره يو لوئې زيان ګرځولې شوې ، او د هغه په مړېنه د هغه اهل خانه سره غمرازي هم شويده ۔
د افغان طالبانو په بيان کښې دا هم وئيلي شوي چې الله پاک دې د دې ظلم بدله د هاغا ظالمانو نه واخلي څوک چې منطقه کښې د ديني علما خلاف کا کوي ۔