د آئي سي سي چيمپيئنز ټرافي خوندور او دلچسپ ميچونه پاکستان کښې جاري، لاهور کښې لوبيدلې ميچ کښې آسټريليا ټاس ګټلو نه پس انګلينډ ته اول د بيټنګ دعوت ورکړې وو ۔
لاهور کښې لوبيدلې ميچ کښې انګلينډ مقرره اوورونو کښې اته وکټو په زيان درې سوه يو پنځوس رنز جوړ کړي وو، انګلينډ طرف نه ټولو نه زيات بين ډکِټ شاندار يوسل پنځه شپيته او جو روټ اتۀ شپيته رنز باندې آؤت شوي وو ۔
آسټريليا طرف نه بين ډوارشيئس درې، ايډم زمپا او لبوشين دوه ، دوه وکټې په خپل نوم کړې وې، ګلن ميکسويل يو وکټ اختسې وه ۔
آسټريليا مقرره هدف نهه څلويښتم اوور کښې پنځه وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلو سره ئې چيمپيئنز ټرافي ټورنامنټ کښې د زيات رنز حاصلولو سره نوې تاريخ جوړ کړېدې ۔
آسټريليا طرف نه جوش اينګلس شاندار يوسل شل،ايلکس کيرےنهه شپيته او ميتهيو شارټ دري شپيته رنز جوړ کړي او د ټيم په ګټه کښې ئې لوئې کردار لوبولې دې ۔
انګلينډ طرف نه مارک ووډ، جوفرا آرچر، بريډن کرس، عادل راشد او ليان ليونګسټن يو، يو وکټ په خپل نوم کړيدي ۔
جوش اينګلس شاندار يوسل شل رنز جوړولو باندې د ميچ د بهترين لوبغاړي اعزاز په خپل نوم کړېدې ۔
دې نه علاوه د چيمپيئنز ټرافي يو ميچ کېښ په مجموعي ډول ټولو نه زيات اووه سوه ، اووه رنز جوړيدو سره هم يو نوې ريکارډ جوړ شويدې ۔