کوهاټ: آر پي او دعویٰ کړې چې د فرورۍ په اوولسمه نیټه د کرمې په اوچت او بګن سيمو کښې د خواکي سامان اوړونکي ګاډو په قافله حمله کښې ککړ اتلس ترهه ګر او دوه سهولت کار نیولي شويدي ۔
آر پي او وئيلي چېد دغه ترهه ګرو نيولو لپاره پوليس او سيکيورټي فورسز شريک اآپريشن کړې وو، نیولې شوي ترهه ګر نامعلومه مقام ته منتقل کړې شويدي ۔
آر پي او مطابق د دغه ترهه ګرو حمله کښې سيکيورټي اهلکار، ډرائيوران پحق رسيدلي او ژوبل شوي وو، د نورو ترهه ګرو نيولو لپاره کاروائيانې جاري دي ، طمع ده چې ډير زر به نور ترهه ګر هم اونيولې شي ۔
بلخوا صوبائی حکومت په ضلع کرم کښې په ترهه ګرۍ کښې ککړ نور ترهه ګرو د سرونو قیمتونه هم مقرر کړي، په مجموعي توګه د ديارلس ترهه ګرو د سرونو قيمتونه څوارلس کروړه روپې مقرر شويدي ۔
چې د کومو ترهه ګرو د سرونو قيمتونه مقرر شوي په هغوي کښې کاظم ولد ګل بادشاه کمانډر د سر قیمت درې کروړه ، مکرم خان ولد عبدالغفور د سر قیمت یو کروړ پنځوس لکه روپې ، عثمان ولد بدین د سرقیمت یو کروړ روپې او یاسین عرف شاهین ولد نور اکبر د سر قیمت دیرش لکه روپی مقرر شويدې ۔
د ضلع کرم څلور کلي اوچت ، داد کمر ، بګن او مندوري خالي کولو لپاره خلقو ته هدايات هم جاري شويدي، او هغوی باندې زر تر زره علاقه پریښودو غږ هم شويدې ۔