د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر له لوري جاري شې بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز د جنوبي وزيرستان سره روغه سيمه کښې ترهه ګرو خلاف آپريشن کړې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې په خفيه اطلاع باندې شوې دغه کاروائۍ دوران ديرش ترهه ګر وژلي شوي دي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې وئيلي دي چې علاقه کښې د ممکنه ترهه ګرو خاتمے لپاره کليئرنس آپريشن روان دې،سيکيورټي فورسز ملک نه د ترهه ګرې لعنت خاتمے لپاره پرعزم دي ۔
بلخوا داخله وزير محسن نقوي جنوبي وزيرستان کښې د ديرش ترهه ګرو وژنه باندې سيکيورټي فورسز ته خراج تحسين وړاندې کړېدې ۔
محسن نقوي وئيلي دي چې سيکيورټي فورسز کاميابۍ سره انټيلي جنس بيسډ آپريشن کړې او د ترهه ګرو ناپاکه عزائم ئې ناکامه کړې دي ۔