اسلام اباد کښې ميډيا سره د خبرو اترو په وخت وزيراعظم شهباز شريف وئيلې چې د حکومت شپه او ورځ په محنت د ملک معيشت ښه شوي او ګراني راکمه شوې ۔
ملک او معيشت ښۀ والي لپاره با ئد نور هم محنت اوکړې شي ،وزيراعظم ووئيل چې حکومت ته راتلو په وخت د ملک حالات انتهايئ خراب وو ۔
د حکومت غوره اقداماتو سره سفارشي کلچر ختم شوې، وزيراعظم دا هم ووئيل چې سياسي جھګړؤ نه نفرت پيدا کيږې کوم چې ملک لپاره زيان مند دي ۔
وزيراعظم اووئيل چې پي ټې آئي دور حکومت کښې نفرت ته وده ورکړې شوې ،د کوم نه چې ملک او قام ته زيان رسيدلې ،وزيراعظم ووئيل چې باهمي اتفاق او يو والي سره ملک د ترقۍ په لور روانيدې شي ۔