اسلام آباد: وزيراعظم هاؤس کښې ترکيه صدر په درناوي کښې ظهرانے دوران آرمي چيف عاصم منير صحافيانو سره غير رسمي خبري کړي، وئيلي دي چې ماته د چا خط هم نه دے ميلاؤ شوې ۔
د پاک فوج سربراه جنرل عاصم منير وينا وه که چرې د چا خط ميلاو هم شي، نو زه به ئې وزيراعظم ته ليږم، ځکه چې د خط خبري ټول چالونه دي ۔
په دي موقع آرمي چيف جنرل عاصم منير دا هم اووئيل چې ملک د ترقۍ په لور روان دے او دا سفر جاري ساتل پکار دي ۔
واضحه دې وي چې سيکيورټي ادارو وړاندې نه واضحه کړې وه چې مونږ ته هيڅ قسمه خط نۀ دې ميلاؤ او نۀ زمونږ د چا په خط کښې څه قسمه دلچسپي شته ۔