کرم: مينځنې کرمې په مرغان سیمه کوټکي کښې د پولیس خالي چیک پوسټ باندې ترهه ګرو قبضه کړې او په مکمله توګه ئې نړولې دي ۔
شر خوښو د مسمار کولو په وخت ویډیو هم جاري کړې دې، د پولیسو مطابق د مرغان کوټکي چیک پوسټ عارضی طور باندې خالي کړې شوي وو ۔
پولیس ځائې په خپله ولقه کښې اخستې او دې حوالې سره ئې لس شکمن ملزمان هم ګرفتار کړي دي ۔
د کرمې ضلعې سیاسي او سماجي رهنما مسرت بنګش د چیک پوسټ سوزولو او نړولو باندې د افسوس اظهار کړې، او مطالبه ئې کړې چې حکومت او فورسز دې دا قسمه عناصرو خلاف سخت ګامونه پورته کړي ۔