اسلام آباد: وزيراعظم شهبازشريف د کابينې د ممبرانو کارکردګۍ جائزه اخيستو فيصله کړې، سرچينو ترمخه وزيراعظم د تير کال يو کال کارکردګې رپورټ هم طلب کړېدې ۔
وزيراعظم شهبازشريف د وفاقي حکومت يو کال پورا کيدو باندې د کابينې ممبرانو کارکردګې جاج اخيستو فيصله کړې، ذرائع وائي چې وزيراعظم د مختلف وزارتونو او محکمو کارکردګې رپورټ جاج هم اخلي ۔
دې لړ کښې وزيراعظم ټولو وزارتونو ته هدايات جاري کړې چې د تير يو کال دوران مختلف اصلاحاتي فيصلو باندې عمل درآمد رپورټ هم وړاندې کړې ۔
دغه رنګ وزيراعظم يو کال دوران د ورکړې شوي نوکرو تفصيلات هم طلب کړي او د اصلاحاتو او ګورننس باندې ئې بريفنګ هم طلب کړېدې ۔
ياده دې وي چې حکومت د يو لاک، پنځوست زره خالي اسامو ختموؤلو او سرکاري محکمو کښې ډيلي ويجز سيټونه ختموؤلو فيصله کړې وه ۔