آرمي چيف جنرل عاصم منير وئيلي دي چې د اولس په طاقت سره به دوست نما دښمنانو له ضرور شکست ورکوؤ، د څوک چې د دښمن پراکسۍ په توګه کار کوي، داسې دښمنانو ته خله ماتې جواب ورکوؤ ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر له لوري جاري بيان مطابق آرمي چيف جنرل عاصم منير د بلوچستان دوره کړې او ملک دښمنه عناصرو ته ئې کهولاؤ پيغام ورکړې ۔
آرمي چيف وئيلي دي چې کوم خلق غيرملکي پراکسي جوړ شوي او د منافقت جامه ئې اچولې ده، مونږ د دوي صحيح پيژندګلو کړيده ۔
آرمي چيف جنرل عاصم منير مخکښې وئيلي دي چې د اولس په طاقت سره به دوست نما دښمنانو له ضرور شکست ورکوؤ، چرته چې هم داسې خلق پټيږي مونږ به ورپسې ځو ۔
په دې موقع د پاک فوج سر لښکر آرمي چيف د بلوچستان او بلوچ اولس سلامتيا او فلاح و بهبود لپاره د فوځ د عزم څرګندونه کړې ۔
آرمي چيف وئيلي دي چې امن، استحکام او ترقې له وده ورکوؤلو لپاره د بلوچستان حکومت اقداماتو مکمل حمايت کوؤ ۔