د سپريم کورت اووه کسيزه آئيني بنچ په وړاندې فوجي عدالتونو کښې سيويلين ټرائل خلاف اڼتراکورټ اپيل سماعت شويدې ۔
جسټس امين الدين په مشرې کښي اووه کيسزه لارجر آئيني بينج سماعت کړې او نور سماعت ئې د ګل ورځې پورې ملتوي کړېدې ۔
د آئين بنچ مشر جسټس امين الدين خپل ريمارکس کښي وئيلي چي آئين خلاف يو قانون هم برقرار نشي پاتي کيدې ۔ درخواستګزار پخوانې چيف جسټس جواد ايس خواجه وکيل عدالت ته وئيلي چې فيلډ جنرل کورټ مارشل کښې د خپلې مرضۍ مطابق وکيل نشي نيولې کيدې ۔
هغه اووئيل چې وکيل لپاره به آرمي چيف نه اجازت اخستل لازمي وو ۔
جسټس مسرت هلالي خپل ريمارکس کښې وئيلي چې آرمي پبلک سکول ترهه ګرۍ حمله شوي او په نهم مئي احتجاج شوې وو ،آيا دې دواړو پيښو کښې فرق شته؟
د درخواستګزار وکيل خواجه احمد حسين اووئيل چې زمونږ مقدمه دآئين نه بهر نۀ ده، د نهمې مئي ملزمان ټرائل دې اوکړې شي،خو ملټري کورټس کښې نۀ دي کول پکار ۔
عدالت د مقدمې نور سماعت د ګل ورځې پورې ملتوي کړېدې ۔