اسلام آباد: صدرآصف زرداري په متنازعه پيکابل دستخط کړې ،چې ورسره دغه بل اوس قانون جوړ شويدې، صدر مملکت ډيجيټل نيشن بل باندې هم لاس ليک کړې ۔
دغه دواړه بلونه يعنې پيکا بل دوه زره پنځه ويشتم او ډيجيټل نيشن بل د قامي اسمبلۍ او سينيټ نه پاس شوي وو ، صحافيانو په پيکا بل باندې د تحفظاتو اظهار کړې وو او دبل خلاف ئې سخت احتجاج هم کړې وو ۔
دي نه وړاندې د ذرائع لخوا وئيلي شوي وو چې صدر مملکت آصف زرداري په دې ايکټ دستخط کولو نه وړاندې صحافتي تنظيمونه اعتماد کښې اخستو هدايت کړې وو ۔
پارليماني رپورټرز ايسوسي ايشن د جے يو آئي امير مولانا فضل الرحمان ته کردار ادا کولو خواست کړې وو، او هغه په دې حواله صدر مملکت سره رابطه هم کړې وه او صدر مملکت ئې د صحافيانو تحفظاتو نه خبر کړې وو ۔