پېښور: د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور د ملګرو ملتونو د ريزيډنټ کوارډينيټر محمد یحییٰ په مشرۍ د ملګرو ملتونو وفد سره مهمه ناسته وکړه. په دې ناسته کې د صحت، تعلیم، چاپېریال، کلتور، سیاحت، او کلیوالي پراختیا په ګډون د مختلفو ټولنیزو برخو د پرمختګ او همکاریو پر موضوعاتو بحث وشو.
وزیر اعلی علي امین ګنډاپور وویل چې د پولیو له منځه وړل د حکومت له مهمو ترجيحاتو څخه دي او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره به له نړیوالو همکارو ادارو سره یو ځای مؤثر اقدامات ترسره کړي. هغه زیاته کړه چې د زېږېدونکو ماشومانو د مړینې کچه د اندېښنې وړ ده، او حکومت د زچه او بچه بشمول صحت مرکزونو ته اسانتیاوې برابروي.
په ناسته کې د تعلیم، په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو پر پراخولو هم خبرې وشوې. وزیر اعلی وویل چې د قبایلي سیمو په ګډون، ۳۶ زره نجونو ته تعلیمي وظيفې ورکول کېږي، ترڅو هغوی زده کړو ته وهڅول شي.
د غونډې پر مهال د مذهبي او کلتوري اقلیتونو د حقونو د خونديتوب، د هغوی د عبادت ځایونو ته د سولر انرژۍ برابرولو، او د مذهبي همغږۍ د ودې په اړه هم بحث وشو. وزیر اعلی وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت غواړي د ملګرو ملتونو له ادارو سره نوره همغږي زیاته کړي، ترڅو د عامو خلکو ژوند ته مثبت بدلونونه راولي.
د ملګرو ملتونو وفد د خیبر پښتونخوا د حکومت له اقداماتو ستاینه وکړه، او حکومت له يې باور ورکړو چې د صحت، په ځانګړې توګه د پولیو له منځه وړلو، او د مور او ماشوم د صحت په برخو کې به د صوبایي حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي.
تازه ترین خبرونه
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی او د ملګرو ملتونو وفد ترمنځ مهمه ناسته
څرگندونې نشته2 Mins Read