آئي ايس پي آر مطابق سيکيورټي فورسز ته د بنو په جاني خيل سيمه کښې د ترهه ګرو د موجودګۍ اطلاع ترلاسه شوي وه ، د خفيه معلوماتو په بنياد دغه سيمه کښې کاروائي شوې ده ۔
ترجمان پاک فوج وائي چې آپريشن دوران سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو ټهکاڼي په موثره طريقه په نښه کړي او د دې کارروائي په نتيجه کښي درې ترهه ګر وژلي شوي او نهه ژوبل شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق د وژلي شوي ترهه ګرو د قبضې نه وسله او ګوله بارود هم برآمد شويدي ، دغه ترهه ګر د سيکيورټي فورسز خلاف د ترهه ګرۍ کاروائيانو او د عام خلقو په وژنه کښې ملوث وو ۔
د آئي ايس پي آر بيان مطابق علاقه کښې د ترهه ګرو خاتمې لپاره کليئرنس آپريشن جاري دے او دا چې سيکيورټي فورسز د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره پر عزم دې او ملک نه د دي لعنت خاتمې لپاره به د فورسز هلې ځلې جاري وي ۔