کرمه کښې د مستقل امن لپاره هلې ځلې جاري ، د فريقينو مورچې ړنګول بيا شروع شوي ، پاړه چنار ته د خوراکي څيزونو يو شپيته ګاډو باندې مشتمل خوراکي او نور ضروري سامان بيګا د شپې ناوخته رسولې شويدې ،انتظاميه وائي چې نور ټرکونه به زر رسولې شي ۔
انتظاميې په ډاګه کړې چې په امن معاهده به ارو مرو عملدرآمد يقيني کولې شي ،تر اوسه پورې مختلفو سيمو کښې د لسو نه زياتې مورچې تباه کړې شوي يا د شرخوښو نه خالي کړې شويدي ۔
سرکاري ذرائعو ترمخه د سيکورټي کليئرنس نه پس به پاړه چنار ته ضروري امدادي سامان قافلو تګ دوام داره ساتلې شي ، پيښور پاړه چنار لويه لار د عام ټريفک کهولاولو لپاره کوټلې ګامونه پورته کيږي ۔
بلخوا مرکزي شاهراه تير څلور مياشتو راهسې بنديدو لوجې کرمه کښې د خوراکي څيزونو نرخ آسمان ته رسيدلې دې، مقامي خلق وائي چې مټر 750 ، پياز600، ټماټر450 ، ګوبهي 500، او ګاځرې 300 روپے باندې في کلو خرڅيږي ۔
دغه شان کينوان 750 روپے درځن، ليمبو په 800 روپے في کلو، غوړي 15 کلو په 11 زره روپے ميلاويږي، د پنځوس کلو چينۍ بورۍ په 13 زره روپے پوري خرپيږي ۔
د کرمې تاجران وائي چې کوم خوراکي سامان راليږلې شوې دا ډېر زيات کم دې او آبادي زياته دي، بائد دغه د سامان راليږؒو سلسله جاري اوساتي ۔