پېښور – د پېښور ډپټي کمشنر اعلان کړی چې د ښار د ټریفیک کنټرول او د سړکونو بنديز مخنیوي لپاره به څلور فلائي اوورونه او انډر پاسونه جوړېږي.
ډي سي پېښور دا څرګندونې د پېښور پوهنتون کې د رسنیو سره د خبرو په مهال وکړې. هغه وویل، د دې پراجيکټ هدف دا دی چې د ښار د ټریفیک پريشر کم شي او خلک وکولای شي په اسانه تګ راتګ وکړي.
ډپټي کمشنر دا هم وویل چې په پېښور کې هوایي آلودګي 64 فیصده ته رسېدلې، چې دا د سیمې د خلکو د صحت لپاره خطرناک دے.
ډي سي پېښور وویل، حکومت د ټریفیک د ستونزو د حل او د آلودګۍ د کمولو لپاره سمدستي ګامونه پورته کوي. هغه زیاته کړه چې د ښار د پرمختګ لپاره د نوي سړکونو، پلونو او انډر پاسونو جوړول د دوی د پلانونو یوه مهمه برخه ده.