ګوادر انټرنيشنل ائير پورټ د پروازونو د تګ راتګ لپاره په مکمله توګه فعال شوې، او دې سلسله کښې کراچي نه راغلې وړومبې کمرشل پرواز په ائيرپورټ لينډنګ کړېدې ۔
وزير دفاع و هوابازي خواجه آصف د ائيرپورټ د فعالۍ منصوبي په باقاعده توګه پرانسته کړې ده ۔
ګوادر ائيرپورټ د سي پيک منصوبې برخه ده او هر کال به څلور لکه کسانو ته دې ائيرپورټ نه سفري سهولتونه ملاويږي ۔
دې حوالې سره د ګوادر په نوې ايئر پورټ دستوره هم شوې چې پکښې دفاع وزير خواجه آصف، ګورنر بلوچستان جعفر خان مندوخيل، وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي، چيف سيکريټري قادر خان، سيکريټري ايوي ايشن ډويژن احسن علي منګي، ډي جي پي اے اے ايئر وائس مارشل ذيشان سعيد، د ايئر پورټس سيکيورټي فورس ډې جي ميجر جنرل عدنان آصف جاه او د سول ايوي ايشن اتهارټي ډې جي نديم شاهد او نور چارواکي هم موجود وو ۔