د خیبر پښتونخوا د صحت سیکرټري عدیل شاه په وینا، دا طبي سامانونه د پاړه چنار روغتون (MS) ته د بېړنیو حالاتو د سمبالولو لپاره سپارل کېږي.
د راپور له مخې، 3055 کیلوګرامه وزن لرونکې دا طبي مرستې به د حکومت د MI-17 سرکاري هیلي کاپټر په دوو پروازونو کې پاړه چنار ته ليږل شي.
د صحت سیکرټري زیاتوي چې د سختې یخنۍ او د کرم له نورو سیمو سره د ځمکنۍ لارې د پرلهپسې بندیدو له امله، په سیمه کې د دواوو اړتیا زیاته شوې ده.