پېښور – د پېښور ضلعي انتظامیې د ګيس پريشر کمي له امله د ښار کې سي اين جي سټېشنونه د جنورۍ تر 31مې پورې بند ساتلو پرېکړه کړې ده.
د پېښور ډپټي کمشنر په دې اړه رسمي اعلامیه خپره کړې، چې له مخې یې به د سياين جي سټېشنونه نور يولس ورځې هم تړلي پاتې شي.
د اعلامیې له مخې، دا اقدام د ژمي په موسم کې د کورنیو مصرف کوونکو لپاره د ګيس بېخنډه عرضه یقیني کولو په مقصد ترسره کېږي.