پېښور – د لیډي ریډینګ روغتون (LRH) اسسټنټ میډیا منیجره او پخوانۍ خبریاله ناهید جهانګیر او د هغې دوو خویندو، سلما جهانګیر او راني، باندې تېره شپه د کوهاټ سړک چونګي ته څېرمه وسله وال حمله شوی، چې په پایله کې درې واړه خویندې سختې ژوبلې شوې دي.
د راپورونو له مخې، ناهید جهانګیر او د هغې خویندې له یو کورني محفل څخه د رکشې په وسیله خپل کور ته روانې وې، چې ناڅاپه یو موټر د دوی رکشې ته ټکر ورکړ، حمله کوونکو موټر ته له ښکته کېدو وروسته دوی له رکشې بهر کړی. د ناهید جهانګیر په وینا، حمله کوونکي د هغوی د ماما زامن او د هغوی د کورنۍ غړي وو، خو د حملې کره لاملونه تر اوسه نه دي معلوم.
ناهید جهانګیر زیاتوي چې حمله کوونکو په دوی د چړو وار وکړ او ورسره وسله هم وه، چې له امله یې درې واړه خویندې سختې ټپي شوې.
د حملې وروسته، ناهید جهانګیر او د هغې خویندې سمدستي لیډي ریډینګ روغتون ته یووړل شوې، چرته چې دوی ته لومړنۍ طبي مرسته ورکړل شوه.
ناهید جهانګیر ادعا کوي چې حمله له مخکې پلان سره سم ترسره شوی و، ځکه چې د پېښې له رامنځته کېدو سره سم حمله کوونکي د پولیسو په تاڼه کې حاضر شوي وو، او د پولیسو له خوا ورسره نرمه رویه ښودل شوې. نوموړې له د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر (IG) څخه غوښتنه کړې چې د پېښې د CCTV فوټیج له لارې د حمله کوونکو نیولو لپاره اقدامات وکړي.
د ناهید جهانګیر په وینا، که چیرې پولیس د حمله کوونکو په ضد ګام وانخلي، نو دوی درې واړه خویندې به د پېښور پرېس کلب مخې ته احتجاج ته اړې شي.