د نهم مئی په واقعاتو کښې ککړ ملټری کورټس نه سزا شوې د خیبر پښتونخوا اوویشت تنانو لخوا د سزاګانو خلاف اپیلونه دائر کړی شوې، دغه اپیلونه قاضی محمد انور ایډوکیټ او ببرسټر سرور مظفر شاه په توسط سره دائر کړی شوی۔ په اپیلونو کښې سزاګانې کالعدم ګرځولو استدعا کړی شوی
اپیلونو کښې موقف خپل کړی شوې چې ملټری کورټس نه چې کومو تنان سزاګانې شوې د هغوې سزا غیر قانوني او غیر ائینې دی
اپیلونو کښې موقف خپل کړی شوې چې ملزمانو ته سزاګانې د ملټری کورټس نه د جنوری په څلورمه نیټه اورولې شوې جیګ برانچ کښې جمع کړی شوې اپیلونو کښې دریځ خپل کړی شوی چی ټرائل په وخت قانونی تقاضی نه دی پورا کړې شوې ملزمانو ته شهادت قلمبند کوو ، صفائی وړاندې او ځان لپاره د وکیل کولو موقع نه ده ورکړې شوې د هغوی خلاف انصاف باندی مبنی ټرائل نه دی کړی شوې
په اپیلونو کښې وئیلی شوی چې ملټری کورټس سره د سویلینز ټرائل کولو اختیار نشته کورټ اف اپیلونو کښې استدعا کړی شوې چې سزایافته تنان دی خوشی کړی شی