پېښور – د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشیر بیرسټر محمد علي سیف ویلي چې د القادر ټرسټ د مقدمې فیصله باید نور و نه ځنډول شي، ځکه چې دا ځنډ شکوک او شبهات راپیدا کوي.
بیرسټر محمد علي سیف د خپلې وینا په مهال وویل چې په القادر ټرسټ کيس کې پیسې له بهره راغلي او په پاکستان کې یې د فلاحي ادارو لپاره لګښت شوی دی. هغه زیاته کړه چې دا پیسې د باني چیرمین او بشری بي بي حسابونو ته نه دي انتقال شوي.
مشیر اطلاعات تور ولګاوه چې موجوده حکومت جعلي دی او د باني پي ټي آی چیرمین په ضد یې جعلي مقدمه درج کړې ده. هغه وویل چې دا حقیقت به ډېر زر د عدالتونو له لارې ولس ته ښکاره شي.