چئيرمين تحريک انصاف بيرسټر ګوهر وئيلې دي چې آرمي چيف مخي ته يئ د پي ټي آئي ټولې معاملې او مطالبې ايښودي دي، هغه وئيلې چې اسټيبلشمنټ سره براهراست مذاکرات خوش ائيند دي ،
د پي ټې آئي باني هم د آرمي چيف او بيرسټر ګوهر د ملاقات تصديق کړې دې
پنډۍ اډياله جيل کښې ميډيا سره خبرو په وخت د تحريک انصاف چيئرمين بيرسټر ګوهر وئيلي چې زما او د علي امين ګنډا پور آرمي چيف سره يواځي ملاقات شوې ، ملاقات دوران آرمي چيف سره په ټولو مسئلو خبرې اترې شوې دي ،
هغه ووئيل چې آرمي چيف سر ملاقات دوران د ملک استحکام او په نورو مهمو چارو خبرې اترې شوې دي، بيرسټر ګوهر ووئيل چې اسټيبلشمنټ سره براه راست مذاکرات خوش ائيند دي، د پي ټې آئي باني هم د آرمي چيف او بيرسټر ګوهر د ملاقات تصديق کړې دې او وئيلې يئ دي چې اسټيبلشمنټ له پکار دې چې مونږ سره خبرو اترو ته کيني ، هغه وئيلې چې مذاکرات او خبرو اترو د لارې د مسئلو حل راوځي