امن معاهدي لاندي لوئر کرمه کښې د مورچو ختمولو سلسله جاري ده ، انتظاميه وائي چي لس نوري مورچي ړنګ کړے شويدي،تيره ورځ د فريقينو څلور مورچي تباه کړے شوي
سرکاري ذرائعو ترمخه نن هم د مورچو ختمولو لپاره آپريشن شوي،په مجموعي توګه لس مورچي نړولے شوي ، د دواړو فريقينو پينځه پينځه مورچي تباه کړے شويدي،
په دي موقع د پوليس ، ايف سي او سيکيورټي فورسز دستي هم موجود وي ،
سرکاري ذرائع وائي چي پينځه ويشت نه ديرش کلوميټره علاقه کښي اووه سوؤ پوري مورچي شتون لري ،د معاهدي شق کښي فريقينو مورچي ختمول هم شامل دي