واشنګټن: افغان طالبانو سره د امريکې مالي مرستو معامله باندې نو منتخب صدر ډونلډ ټرمپ د حکومت په پاليسو سختې نيوکې کړي او د طالبانو امداد اودرولو اشاره ئې ورکړېده ۔
يو خبري کانفرنس ته وينا په وخت ډونلډټرمپ وئيلي دي چې صدر جوبائيډن افغان طالبانو له د امداد په نوم د کروړونو ډالر ورکړيدي په دې امداد مونږ اعتراض لرو امريکني صدر سره د دې اجازت ورکول نه وو پکار ۔
ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې صدر بائيډن د بے وقوفانو په شان امريکې نه انخلا کړېده، که چرې د بائيډن په ځائې زۀ صدر ووم نو ښه په عزت او احترام سره به امريکني فوج ملک ته واپس راغلې وو ۔
دوه ورځې وړاندې سنيټر ټم برشيټ ډونلډټرمپ ته خط ليکلې وو چې پکښې افغان طالبانو لپاره امريکني امداد معطل کولو مطالبه شوي وه ۔
خپل خط کښې ټم برشيټ ليکلي وو چې دامريکنيانو د ټيکسونو دا رقم افغان طالبان ټوله نړۍ کښې د ترهه ګرو مالي مرستو باندې خرچ کوي ۔