کيپ ټاؤن ټيسټ کښې جنوبي افريقې په لس وکټوګټلې او قامي ټيم ئې ټيسټ سيريز کښې وائټ واش کړېدې، دوئم ټيسټ کښې د اته پنځوس رنز کوربه ټيم بغيرد څه نقصان نه پورا کړېدې او دوئم ميچ کښې ئې هم ګټه ترلاسه کړيده ۔
د دوئم ټيسټ ميچ په څلورمه قامي ټيم د جنوبي افريقې د اولني اننګز سکور شپږ سوه پنځلس رنز پورا کړې وو او څلور سوه اته اوويا رنز باندې آؤټ شوې وو ۔
کپتان شان مسعود شانداريو سل پنځه څلويښټ رنز باندې آؤټ شوې وو،بابراعظم يو اتيا،خرم شهزاد اتلس، کامران غلام اته ويشت، سعود شکيل دري ويشت، محمد رضوان يو څلويښت، سلمان آغا اته څلويښت، عامر جمال څلور ديرش او مير حمزه شپاړس رنز باندې آؤټ شويدې ۔
جنوبي افريقې رباده او مهاراج درې، درې وکټي اخستې وې، دې نه وړاندې پاکستان خپل اولني اننګز کښې يو سل څلور نوي رنز باندې آؤټ شوې ۔
جنوبي افريقې خپل اولني اننګز کښې شپږ سوه پنځلس رنز جوړ کړي وو چې پکښې ټولو نه زيات ريکلټن دوه سوه نهه پنځوس شاندار اننګز لوبولې وو ۔
شاندار بيټنګ باندې ريکلټنن د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ،شاندار آل راؤنډ کارکدګۍ باندې مارکو جانسن د سيريز بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔