لاهور: د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي وئيلي دي چې د قامي ټيم جارح مزاج بېټر صائم ايوب علاج لپاره په فوري توګه لندن ته ليږلو فيصله شويده ،دې لړ کښې به هغه اولنې موجود فلائټ کښې لندن ته ليږلو کوشش کولې شي ۔
محسن نقوي اووئيل چې صائم ايوب د قامي ټيم يو بهتترين بېټر دې، او چيمپيئنز ټرافي نه اول د هغه علاج ضروري دې ، ډاکټرانو سره مشورې نه پس د هغه لندن ته ليږلو فيصله شويده ۔
پي سي بي مطابق چيئرمين محسن نقوي پخپله صائم ايوب سره رابطه هم کړې او د هغه خيريت ئې معلوم کړېدې ۔
محسن نقوي وئيلي چې صائم ايوب سره به اسسټنټ کوچ اظهر محمود هم لندن ته ليږلې شي، چې د هغه په ښه طريقه علاج اوکړې شي