د وزيراعلې علي امين ګنډاپور په هدایاتو د ضلع کرم د پاره د هیلی کاپټر سروس جاری ساتلو فیصله کړی شوی،صوبائی حکومت اعلان کړی چی د زمکی لار تر پرانستلو پوری به هیلی کاپټر سروس جاری وی، د دسمبر په شپږويشتمه نيټه د ایم آئی سیون ټین هیلی کاپټر شپږ پروازونه پیښور او پاړه چنار ته تلی راغلی دی
په دی پروازونو کښی ماشومان،زنانه،مریضان او د جرګی غړی پاره چنار او پیښور ته تلی راغلی دی، دلته پیښور نه چی څومره پروازونه تلي دی په هغی کښی دوایانی هم پاره چنار ته رسولی شوی،تر دی دمه په مجموعی توګه شپږ سوه دریالس تنانو ته د آئیر ټرانسپورټ سروس ورکړی شوی