د خیبر پښتونخوا ایپکس کمیټې په غونډه کښې په ضلع کرم کښې امنیت قائم کولو د خلکو وسله اخیستلو ، مورچې خالی کولو او بنکرز په ختمولو باندې اتفاق کړی شوې
د وزیر اعلی علی امین ګنډاپور په مشری کښې تابیا کړی شوی د ایپکس کمیټې په غونډه کښې وزیر داخله محسن نقوې ، کور کمانډر پیښور لیفټنټ جنرل عمر احمد بخاری چیف سیکرټري نديم اسلم چوهدري او ائی جی پولیس اختر حیات ګنډاپور پشمول اعلې عسکری او سول حکام ګډون کړی
د کرم په اړه ایپکس کمیټې ته بريفنګ ورکړی شوی په غونډه کښې په کرم کښې مستقل قيام امن او ناخوشګوار واقعاتو مخنیوی لپاره د مهمو فیصلو منظوری ورکړی شوی په ایپکس کمیټې په غونډه کښې صوبائی حکومت لخوانه د قیام امن لپاره پورته کړی شوی اقداماتو جاج اخيستلی شوې د ګرینډ جرګه لخوانه پورته کړی شوی اقداماتو نه ایپکس کمیټې خبره کړې شوې
وزیر داخله محسن نقوې په ضلع کرم او د صوبه نورو برخو کښې په ترهګری باندې قابو موندلو لپاره د وفاقی حکومت لخوانه هر قسم مرسته او تعاون کولو یقین دهانی کړې هغوی د ادارو استعداد کار سیوا کولو کښې د تعاون کولو باور ورکړی