اسلام آباد: د نهمې مئي پيښو په اړه د سپريم کورټ فيصله کښې د پاکستان آرمي ايکټ سيکشن 2(1) ډي تسليم کړې شوې چې ترمخه ئې د فوج په ذريعه عام وګړو باندې مقدمه چليديشي ۔
دا ولنې ځل نۀ دې چې د عام خلقو دغه کيسونو معامله مخې ته راغلې ده،دې نه وړاندې دوه زره پنځلسم کښې هم سپريم کورټ نه صرف د فوجي عدالتونو توثيق کړې وو بلکه سيکشن 2(1) ډي (ID: UDVHF) باندې ئې چرې سوال هم نۀ دې پورته کړې ۔
د سپريم کورټ فيصلې تحت دا اجازت ورکړې شوې چې کوم وګړې د سرکاري راز د ايکټ خلاف ورزي کوي ،هغۀ خلاف به د پاکستان آرمي ايکټ سيکشن 2(1) ډي لاندې ټرائل کولې شي ۔
دې نه وړاندې اپريم دوه زره څليريشتم کښې شل کسان څوک چې د فوجي عدالتونوکښې مقدمه چليدو نه پس سزايافته وو اوآرمي چيف لخوا رعايت ميلاويدو نه پس وړوکي اختر سره نيزدې خوشې کړې شوي وو، هغوي به هم آرمي ايکټ سيکشن 2(1) ډي لاندې مجرمان تسليميږې ۔
دې ترڅنګ روان کال په ديارلسم دسمبر د سپريم کورټ د حکم په رڼا کښې چې کومو مجرمانو په سزا کښې نرمي کيديشي ،پکار دې چې دوي سره دغه شان اوکړې شي او دوي خوشې کول پکار دي، ولې دا حکم به هاغه چا لاګو کيږې چا چې فوجي حراست کښې تير شوې وخت مکمل کړې وي،دوي به خوشې کولې شي او نور به بيا سول جيلونو ته منتقل کولې شي ۔
درخواستونو په وجه چې سيکشن 2(1) ډي رکاؤټ جوړ وو،دې سره د جاسوسۍ هلو ځلو کښې اضافه کيدې شوه،د فوجي عدالتونو دائره کار د جاسوسۍ مقدماتو ته محدود کول ،دې هلو ځلو کښې ککړ کسانو ته حوصلې ورکولې شي ۔
د فوجي ټريبيونلز د موجودګۍ نه بغير ،جاسوسۍ کښې ککړ کسان کمه خطره محسوسولې شي،چې د دوي به فوري او مؤثر انصاف سره مخ کيديشي، ولې دې سره قامي سلامتيا ته زيان هم رسيديشي، او دا د رياست سالميت هم متاثره کولې شي ۔
د سپريم کورټ عبوري حکم سره د سيکشن 2(1) ډي او رياست مخالف هلو ځلو معاملات کښې فوجي دائره اختيار تسليم کړې شويدې ۔
فوجي عدالتونو ته اختيار ورکونکي قانوني فريم ورک حمايت سره عدليې يو ځل بيا پاکستان کښې امنيت برقرار ساتلو کښې د پاک فوج د اهم کردار ضرورت تسليم کړې ،په خصوصې ډول دغه شان رياست مخالف صورتحال کښې ۔
دغه شان د جسټس جمال خان مندوخيل هاغه بيان مسترد کړې شوې چې د پاکستان آرمي ايکټ څنګه په چا لاګو کيديشي چې د فوج برخه نۀ وو ۔