پنډۍ: اډياله جيل کښې د باني پي ټي آئي او بشرې بي بي خلاف يوسل نوي ملين پاؤنډز ريفرنس سماعت شويدې، نيب وکيل امجد پرويز اوئيل چې په شپږم نومبر کال دوه زره نورلس کښې په لوظنامې لاسليک شوېدې، د معاهدے منظوري کابينه نه په درئم دسمبر کال دوه زره نورلس کښې اخيستې شوېده ۔
نيب وکيل عدالت ته وئيلي چې د رقم وړومبې قسط په نهه ويشتم نومبر سپريم کورټ اکاؤنټ ته راغلې وو،ايسټ ريکوري يونټ او نيشنل کرائم ايجنسې ترمينځ خبرې اترې کال دوه زره اتلسم نه جاري وې، په معاملاتو پرده اچولو لپاره ئې وروستو د کابينې نه منظوري اخېستې ده، پيسې د وفاقي حکومت اکاؤنټ په ځائې سپريم کورټ اکاؤنټ ته راغوښتې وې ۔
امجد پرويز اووئيل چې قانون مطابق که پبلک آفس هولډر ګرانټ يا ډونيشن اخلې نو هغه د حکومت ملکيت وي،يوسل نوي ملين پاؤنډ ايډجسټمنټ کېدو وروستو ټرسټ جوړ کړې شوېدې،فرح ګوګي په نوم هم دوه سوه څلويښت کنال زمکه ټرانسفر کړې شوېده ۔
د نيب وکيل عدالت ته دا هم وئيلي چې د زلفي بخاري په نوم هم زمکه ټرانفسر کړې شوې هغه وخت د ټرسټ وجود هم نه وو ۔
د يو سل نوي ملين پاونډ کيس نور سماعت سبا سحر لس نيمې بجے پورې ځنډولې شوېدې ۔