د ګلونو په خوشبو معطر سکول په يو څو لحظو کې په وينو ليت پيت، نن د آرمي پبلک سکول پيښې لسمه کليزه نمانځل کيږي
د شپاړسم دسمبر ورځ د تاريخ يوه دردناکه ورځ
د شپاړسم دسمبر کال دوه زره څوارلس زړه بوږنؤنکي او دردناکې آرمي پبلک سکول پيښې لس کاله پوره شول خو زخم نن هم هغه شان تازه دے، د علم تنده ماتولو له تلې د مور او پلار د ځيګر په ټوټو ګولۍ وورولې شوے او معصومه زده کوؤنکي سره د خپلو استاذانو په وينو کې ليت پيت شهيدان شول۔
په دغه پيښه کې يوسل 147 ماشومانو بشمول استاذان شهيدان او نور په درځنونو زخمي شوي وو۔
شپږ ترهه ګر چې د سرکاري اهلکارو په وردۍ کې وو او د جديد وسلې نه ليس وو سحر لس بجې د سکول په شاته لار سکول ته ورغلل او نيغ د سکول په آډيټوريم ئې حمله وکړه چرته چې په سوؤنو ماشومان ناست وو، د اوږد آپريشن نه پس شپږ وانړه ترهه ګر ووژلې شول۔
د آرمي پبلک سکول پيښې نه پس نيشنل ايکشن پلان جوړ کړې شو او د ماشومانو شهيدانو والدينو ته د انصاف ورکولو وعدې هم وشوے۔ د شهيدانو ماشومانو والدينو ځانله يوه اتحاديه هم په وجود کې راغله چې دوي به وخت تر وخته د انصاف د غوښتلو لپاره احتجاج هم کولو او نيوکې به ئې هم کولې۔ نن هم د عدالتونو مخې ته ناست دي او انصاف غواړي، دغه والدين يو ځائے ناست وي او يو بل له صرف دلاسه ورکوي او په خپل غم کې اوسيږي
د شهيدانو ماشومانو والدينو په وينا چې نن ئې هم په کور کې هغه وير او چغې دي کومې چې لس کاله وړاندې وے