پېښور: وزير اعلیٰ هاوس کښې ميډيا سره خبرو دوران وزير اعلیٰ د امن وامان خراب صورتحال ټوله ذمه واري په وفاقي حکومت اچولې او وئيلي دي چې پي ټي آئي حکومت کښې ملک کښې د امن و امان هيڅ مسئله نۀ وه ۔
علي امين ګنډاپور اووئيل چې ټول ملک کښې د امن و امان مسئله د پي ډي ايم حکومت راتلو سره شروع شوې ده ۔
هغه اووئيل چې ادارو نه نور کارونه پاتې دې ځکه چې دوي خو ادارے د پي ټې آئي خلاف لګيا کړي او پي ټي آئي پرې ختمول غواړي ۔
وزير اعلیٰ مخکښي اووئيل چې افغانستان سره مذاکرات د ټولو مسئلو حل دې،ځکه چې ټولې دنيا افغانستان عبوري حکومت منلې دې مونږ ته هم پکار ده چې خبره ورسره اوکړو، خو داسې خکاري چې وفاق په دې معامله کښې سنجيده نۀ دې ۔
هغه زياته کړې چې د خېبر پښتونخوا صوبه او پوليس په فرنټ لائن باندې جنګ کوي،او دا چې دوي د ضم ضلعو پوليس ښه کولو باندې کار شروع کړې ۔
وزير اعلیٰ دا هم وئيلي دي چې ايپکس کميټۍ غونډو کښې مې افغانستان سره د مذاکرات خبره کړې افغانستان سره مذاکرات د ټولو مسئلو حل دې ۔
علي امين ګنډا پور زياته کړې چې د افغانستان سره اوږد بارډر لوجې ټول نقصان زمونږ صوبې ته رسي،وفاق منلې وه چې افغانستان سره به خبره کوي ۔