د يونان جنوبي جزيرې سره نيزدې د تارکينِ وطن کشتۍ ډوبه شوېده ، يوناني کوسټ ګارډ وئيلي دي چې پيښه کښې پينځه کسان مړه ، څلويښت بے درکه او نهه ديرش ريسکيو کړے شويدي ۔
بهر ملکي خبري ايجنسۍ ترمخه کشتۍ کښې زياتره پاکستاني سوارۀ وو ، د بے درکه مسافرو لټون لپاره امدادي سرګرمۍ جاري دي ۔
يوناني کوسټ ګارډ وائي چې د بے درکه غير قانوني تارکين وطن د شميري په حقله حتمي معلومات نه لرو ، کشتۍ د جمعي په شپه ډوبه شوي وه او د هغې پس امدادي هلې ځلې جاري دي ۔
بلخوا اسلام آباد کښې د خارجه دفتر ترجماني ممتاز زهرته بلوچ د يونان کشتۍ ډوبيدو پيښي په اړه خپل بيان کښې وئيلي چې پيښه کښې يو پاکستانې وګړې پحق رسيدلې او اووه څلويښت پورې بچ کړې شويدي ۔
ترجماني مطابق يونان کښې پاکستان سفارتخانه د پيښي ريسکيو آپريشن کښې برخه اخستونکي ټيم چارواکو سره رابطه کښې ده ۔او دې لپاره د وزيراعظم شهبازشريف په خصوصي هدايت ريسکيو سينټر هم قائم کړې شويدې ۔