اسلام آباد: وزيراعظم شهبازشريف د پارليمان مشترکه اجلاس رابللو لپاره سمري صدر مملکت آصف علي زرداري ته ليږلې ده، غونډه کښې د مدرسو په حواله بل پشمول د نور بلونو د منظورۍ امکان دې ۔
حکومت د پارليمان شريکه غونډه رابللو فيصله کړې او دې لړ سمري د وزيراعظم لخوا صدر مملکت ته ليږلې شويده ۔
ذرائع وئيلي چې د پارليمان شريکه غونډه په اوولسم دسمبر نهې په ورځ رابللو فيصله شويده ۔
اجلاس کښې به د مدارس رجسټريشن بل پشمول د نور اتۀ بلونو منظوري ورکولو امکان دې ۔
ياده دې وي چې قامي اسمبلۍ او سينيټ کښې د مدارس رجسټريشن بل منظوري ورکړې شوې وه، ولې صدر مملکت په دغه بل دستخط نۀ وو کړې او دا ئې بغير دستخط نه واپس ليږلې وو ۔
د مولانا فضل الرحمان پشمول نورو مذهبي جماعتونو سخت تحفظاتو نه پس د پارليمان مشترکه اجلاس کښې د دې بل د منظوري امکان دې