په کرم ولسوالۍ کې دامن او نظم دښه والي لپاره جوړه شوې جرګه لا هم کومې نتيجې ته نه ده رسېدلې.
دسرچينو له مخې دامن لويه جرګه تيره ورځ کومې نتيجې ته نۀ وه رسيدلې خو نن به کوهاټ کې د مذاکراتو لړۍ روانه وي. بل لوري ته دپيښور – پاراچنار لويې لارې په ګډون ټولې ټرافيکي لارې اوس هم تړلې دي چې له امله يې دخوراکي موادو، پټرول اؤ دوايانو سخت کمي ده او دطبي اسانتياو دکمي له امله ښاريان په سختۍ سره مخ دي. په ياده ولسوالۍ کې د ګازو د کمښت له امله د اوبلنونو او هوټلونو د تړل کېدو له امله د ښاريانو ستونزې زياتې شوې دي. ډپټي کمشنر جاويدالله محسود ويلي دي چې وضعيت عادي کولو او متاثرينو ته د مرستې رسولو لپاره گامونه اخستل کيږي.
ياده دي وي چي تيره مياشت په کرم کښي د قبائلو ترمينځه شخړه کښي تر سلو زيات کسان مړه شوي وو چي پکښي حالات نورمال نه دي شوي۔