بلاوائيو کښې لوبيدلې دريم او آخري ټي ټوينټي ميچ کښې د پاکستان کپتان سلمان علي آغا ټاس ګټلې وو او پخپله ئې اول د بيټنګ فيصله ئې کړې وه ۔
پاکستان مقرره اوورونو کښې اووه وکټو په زيان يو سل دوه ديرش جوړ کړي وو چې پکښې ټولو نه زيات کپتان سلمان علي آغا دوه ديرش، عرفات منهاس دوه ويشت، طيب طاهر يويشت او قاسم اکرم شل رنز جوړ کړي وو ۔
د يو سل دري ديرش رنز هدف کوربه ټيم زمبابوے سنسني خيز مقابلې نه پس د آخري اوور په پنځم بال پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې ۔
زمبابوے لخوا برين بينيټ دري څلويښت رنز سره تاپ سکورر پاتې شوې، پاکستان طرف نه عباس آفريدي درې او جهانداد خان دوه وکټې په خپل نوم کړې وې۔
د کوربه ټيم برائن بېنېټ شاندار بيټنګ بادنې د ميچ بهترين لوبغاړي ګرځولې شوېدې ، د پاکستان سفيان مقيم شاندار باولنګ باندې د سيريز غوره لوبغاړي اعزاز په خپل نوم کړېدې ۔
دې نه وړاندې شوي د سيريز دواړه ميچونو کښې پاکستان کاميابي حاصل کړې وه او سيريز ئې د وړاندې نه په خپل نوم کړې وو ۔
ياده دې وي چې ټي ټوينټي سيريز نه اول ون ډے سيريز هم پاکستان ګټلې وو او زمبابوے ته ئې دوه ، يو سره شکست ورکړې وو، دغه شان زمبابوے سره سيريز نه اول پاکستان آسټريليا کښې هم د آسټريلوي ټيم نه ون ډۓ سيريز ګټلې وو ۔