پاکستان په اول ځل بلائنډ ټي ټوينټي ورلډ کپ ګټلې دې، فائنل ميچ کښې د بنګله ديش يو سل څلويښت رنز هدف قامي ټيم يوولسم اوور کښې بغير د څه نقصان نه پورا کړې او ټائټل ئې په خپل نوم کړېدې ۔
ملتان کښې لوبيدلې د بلائنډ ټي ټوينټي ورلډ کپ فائنل ميچ کښې ميلمه ټيم بنګله ديش د ميچ ګټې لپاره پاکستان ته د يو سل څلويښت رنز هدف ورکړې وو ۔
بنګله ديش طرف نه عارف حسين ټول نه زيات څلور پنځوس رنز جوړ کړي وو، او د پاکستان بلائنډ ټيم بابر علي دوه ، محمد سلمان او مطيع الله يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وه ۔
قامي بلائنډ ټيم د يو سل څلويښت رنز هدف يوولسم اوور کښې آسانۍ سره پورا کړې او په اول ځل ئې ورلډ ټي نټوينټي کپ په خپل نوم کړېدې ۔
پاکستان طرف نه نثار علي دوه اوويا او محمد صفدر اووه څلويښت رنز جوړ کړي او ميچ ګټلو کښې ئې لوئي کردار لوبولې دې ۔
ياده دې وي چې قامي بلائنډ ټيم د ايونټ ټول ميچونه ګټلي او ناقابل شکست هم پاتې شويدې ۔