وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د اسلام آباد دهرنې دوران فساداتو تحقيقاتو لپاره قائم ټاسک فورس اجلاس شوې، اجلاس ته د ډې چوک دځرنې په معامله تفصېلي بريفنګ ورکړې شويدې ۔
اجلاس ته د بريفنګ په وخت وئيلي شوي چې د مو قع واردات نه وسله ، کارتوس توقې او نور شواهد جمع کړے شوي ، ټول شواهد به فرانزک ليب ته ليږلې شي ، پيښه کښې شامل د ټولو کسانو پيژندګلو عمل جاري دے ، دې نه پس به ککړ کسان عدالتونو ته وړاندې کولې شي ۔
اجلاس ته وينا په وخت وزيراعظم وئيلي دي چې دهرنو کښې د قانون خلاف ورزي کونکو،په سيکيورټي اهلکارو حملو کښې ککړ کسانو او سرکاري ودانو ته نقصان رسونکو ته دې د قانون مطابق سخت سزا ګانې ورکړې شي ۔
د وزيراعظم وينا وه چې د بيلاروس د صدر اسلام آباد ته راتګ په موقع په اسلام آباد د يوې سياسي پارټۍ لشکر کشي کول پاکستان لپاره د شرمندګۍ باعث جوړ شوے ۔
وزيراعظم مخکښې اووئيل چې انتشار خورونکو خلاف د قانوني کاروائۍ پرمختګ هفته وار جاج به اخيستل کيږي او پخپله به د دې معاملې مانيټرنګ کوم ۔
په نهه ويشتم نومبر وزير اعظم اسلام آباد کښې د احتجاج تحقيقاتو او دملزمانو خلاف کاروائۍ لپاره ټاسک فورس جوړ کړے وو ، داخله وزير محسن نقوي ددغې ټاسک فورس مشر ټاکلې شوې، د کوم چې دا اولنې اجلاس شويدې ۔