آئي ايس پي آر مطابق آرمي چيف جنرل عاصم منير ناروال او سيالکوټ کښې د ټريننګ فيلډ دوره کړې ، کور کمانډر ګوجرانوله او آئي جي ټريننګ د آرمي چيف استقبال کړې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې په دې موقع آرمي چيف ته د مشق په مقاصدو بريفنګ ورکړے شوې دې ۔
آئي ايس پي آر زياته کړې چې په دې موقع آرمي چيف د دښمن څه قسمه حملې مقابلې لپاره مسلسل تيار اوسيدو په اهميت رڼا اچولې ده ، د مشق مقصد د پاک فوج ځوانانو پيشه ورانه صلاحيتونه زياتول دي ۔
په دې موقع آرمي چيف عاصم منير وئيلي دي چې پاک فوج د قام په ملاتړ د ملکي دفاع او سلامتيا په اړه راپيښو خطرو لپاره مکمل چمتو دے ۔
آرمي چيف جنرل عاصم منير مخکښې وئيلي دي چې پاک فوج به د دښمن هر يو سازش به ناکامه کوي ۔