وفاقي وزيرانو عطاء الله تارړ او احسن اقبال په اسلام آباد کښې بهر ملکي ميډيا ته اسلام آباد کښې د پي ټي آئي احتجاج په حواله بريفنګ ورکړېدې ۔
دوي وئيلي چې يو سياسي پارټی چې خپل غير قانوني مطالبات لپاره هميشه پاکستان کښې فساد جوړ کړې ، د خپل خواهش او غير آئيني مطالباتو په حواله هغوي نهمې مئي باندې په ادارو حملې هم کړې ، دا ځل ئې بيا اسلام آباد باندې حمله کړې او سرښار کښې ئې د شر جوړولو کوشش کړیدې ۔
وفاقی وزيرانو وينا وه چې دغه مشتغل کسانو لوجې پوليس اهلکارو سره رينجرز اهلکاران هم شهيدان شوي او سرکاري املاکو ته نقصان هم رسولې شویدې ۔
دوي اووئيل چې مظاهرچيانو داسې وخت کښې ريډ زون ته د تلو کوشش کړے چی کوم وخت د بیلاروس صدر او اعلیٰ پائې وفد اسلام آباد کښې موجود وو ۔
وفاقي وزيرانو اووئيل چې مونږه ورته سنګجانی او پشاور موړ کښې د احتجاج وړانديز کړې وو،ولې هغوې څه قسمه مزاکراتو ته تيار نه وو، د دوي مقصد احتجاج نۀ وو بلکه يو منصوبه بندی اسلام آباد کښې شر خورولو کوشش کولو، کوم چې وفاقي حکومت او انتظاميې ناکامه کړېدې ۔
وفاقي وزيرانودعوی کړې چې نيولو شوي کارکنانو کښې ځينی ملزمانو اعتراف جرم هم کړی او نور ملزمان نيولو لپاره هم کاروائيانې جاري دي ۔
وفاقي وزيرانو په مظاهرچيانو نيغ په نيغه ډزې کولو الزامات رد کړې او وئيلي دي چې دې حوالې سره هيڅ ثبوت او ويډيو نيشته ، او دا چې مخا مخ ډزی او شينلنګ دغه مشتغل مظاهرچيانو کړيدې ۔