اسلام آباد: د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډه شوي چې پکښې د ملک په سياسى صورتحال او د پى ټى آئى پرتشدد احتجاج نه پس پيدا شوي صورتحال باندې غور شوېدې ۔
د وفاقى کابينې اراکينو ته خپل خطاب کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې ډير په ښه حکمت عملۍ د دهرنې خاتمه شوې او اولس د سکون ساه اخستي ،دا فساديان او د ترقۍ دښمنان دى ۔ په اسلام آباد کښې د پي ټي آئي کارکنانو لشکر کشۍ خلاف د پاکفوج سر لښکر او انټيلي ايجنسو مکمل تعاؤن او ملاتړ کړېدې ۔
وزيراعظم اووئيل چې په څو ورځو کښې د ملک معيشت ته څومره نقصان شوې هغه ستاسو ټولو مخامخ دې ،ډيرو ورځو نه دکانونه بند وو ، فيکټرو کښې کار کونکى او ديهاړى دار مزدوران سخت پريشانه وو ۔
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې د مريضانو هسپتالونو ته تګ ګران شوې وو او يو ښار نه بل ښار ته تلونکى هم ډير پريشانې سره مخ وو۔
وزيراعظم شهبازشريف وينا وه چې د احتجاج لوجې انډيکس نهه نوى زره درې سوه پوائنټونو ته راکوز شوې وو او چې څنګه احتجاج ختم شو نو څلور زره پوائنټونو ته اوختو ۔
دوى وائى چې سرمايه کار د يو ازاد مرغې پشان وى دوى ته چې کوم ځائې سکون وى هلته سرمايه کارى کوى
وزيراعظم زياته کړه اوس وخت راغلې چې مونږ ټول سختې فېصله اوکړو ځکه چې د وطن ترقى ، خوشحالۍ نه علاوه بل اپشن مونږ سره نشته ۔ بس اوس به نور دې فساديانو او ملک دښمنانو ته نور وخت او نه موقع ورکوو ۔
وزيراعظم شهباز شريف مخکښې اووئيل چي خيبر پښتونخوا او بلوچستان کښې ترهه ګرۍ سر راپورته کړي ، کرم کښي په درځنونو بے ګناه خلق شهيدان شوي ، ولې خيبر پښتونخوا حکومت په کرم هيڅ توجه نه ده ورکړې ۔