اسلام آباد کښې چيف کمشنر محمدعلي رندهاوا سره شريکې خبرې غونډې ته وينا کښې آئي جي اسلام آباد علي ناصر رضوي وئيلي دي چې احتجاج کول د ټول جماعتونو حق دې خو ترهه ګري او سيکيورټي اهلکارانو باندې ډزې به نۀ برداشت کيږي ۔
د اسلام آباد آئي جي علي ناصر رضوي اووئيل چې افغانانو پشمول نهه سوه نه سيوا مظاهرچيان نيولي شوي،او وسله ترې هم برآمد شويده ۔
آئي جي اسلام آباد وائى چې د رينجرز درې ځوانان هم شهيدان شوىدي ، دهاغه ټولو خلقو کورونو ته به هم ځو د چا په کورونو کښې چې د مظاهرچيانو ګاډي ولاړ وو ۔
آئي جي اووئيل چې مظاهرچيانو کښې دغير ملکيانو شموليت دتشويش خبره ده ، دې دوران نورلس افغانان هم نيولي شوي ، بغير د اجازت نامې هيڅ يوافغانى ته اسلام اباد کښې د اوسيدو اجازت نشته ۔
علي ناصر رضوي زياته کړې چې احتجاج په بهانه ټوله دهشتګردي د يوې صوبې وسائلو په ذريعه شوې ده ۔
په دې موقع د اسلام آبادچيف کمشنرمحمدعلي رندهاوا وئيلي چې مظاهرچيانو کښې غير ملکيانو راتلو د تشويش خبره ده ،بغير د اجازت نامې هيڅ يوافغاني ته اسلام آباد کښې د اوسيدو اجازت نۀ وي ۔
چيف کمشنر مطابق پي ټي آئي ته وئيلي شوي وو چې سنګجاني سره دې احتجاج اوکړې او دا وخت د اسلام آباد ټولې لارې کليئردي،کوم غير ملکي چې د امن وامان مسئله جوړوى هغه به پاکستان کښې نۀ پاتې کيږي ۔