ذرائعو مطابق پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر او د خيبرپښتونخوا مشير اطلاعات بيرسټر سيف ته حسن ابدال ته تلو او ډي چوک طرف ته مارچ نۀ کولو باندې رضا شوي وو او دې لړ کښې هغوي له هيلي کاپټر هم فراهم کړې شوې وو ۔
ذرائعو وئيلي چې کله دوه حسن ابدال ته اورسيدل نو بيا د بشریٰ بي بي مشرۍ کښې پي ټي آئي مارچ ډي چوک ته رسيدلې وو ۔
ذرائعو وئيل چې وزير داخله محسن نقوي د پي ټي آئي مشرانو سره رابطه کښې وو، او دې دوران وفاقي وزير د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور اور عمر ايوب سره هم خبره کړې وه ولې دغه دواړه هم بے وسه وو ۔
ذرائعو مخکښې وئيلي چې د پي ټي آئي مارچ باندې د بشریٰ بي بي مکمل کنټرول وو او ډي چوک ته تلو ضد ئې کولو ،ولې د پارټۍ مشران هم په دې حق کښې نۀ وو ۔
ذرائعو دا هم وئيلي چې د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور د پيښور نه په احتجاج کښې د بشریٰ بي بي د شريک کيدو په حق کښې نۀ وو ۔
ذرائعو ترمخه پيښور نه مارچ راروانيدو په وخت هم د وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور او بشریٰ بي بي ترمينځ ډير بحثم شوې او دواړو د مارچ د مشرې دعوې کولې ۔