امنيتي سرچينو په اسلام اباد کې د پاکستان د تحريک انصاف د لاريون په ترڅ کې د لاريون کوونکو د وژل کېدو خبر دروغ او جعلي بللي او ويلي يې دي، چې د لاريون کوونکو د وژل کېدو خبر هيڅ حقيقت نه لري.
دامنيتي سرچينو ترمخه په سوشل ميډيا دځينو کسانو لخوا دروغ پروپيگنډه روانه ده چې پکې گڼ شمير احتجاج کوونکي دقانون نافذونکو ادارو لخوا په ډزو کې وژل شوي دي.
امنیتي سرچینې وايي، د لاریون کوونکو د وژل کېدو خبر هېڅ حقیقت نه لري، یو ځل بیا د خپلو ناکامیو او نیمګړتیاوو د پټولو لپاره جعلي تبلیغات کېږي.
امنیتي سرچینو څرګنده کړې، چې د شپې ناوخته د پولیسو او رینجر په عملیاتو کې له سپکو او درنو وسلو کار نه دی اخیستل شوی.
ياده دې وي چې د شپې ناوخته د اسلام اباد په ډي چوک، بليو ايريا او جناح ايونيو کې د رينجرز او پوليسو د ګډو عملياتو وروستو د تحريک انصاف مشران او کارکنان منتشر شول چې پکې تحريک انصاف د احتجاج ختمولو اعلان وکړو. .
ياده دي وي چي کارکنانو تيره شپه ډي چوک کښي د پي ټي آئي په قيادت باندي خپل غصه ښکاره کړي وه۔