ذرائعو وئيلي چې خېبرپښتونخوا نه د پي ټي آئي احتجاج کښې شامل ګاډو کښې نان کسټم پيډ ګاډي شامل دي چې پکښې د وسله او منشيات سرښار اسلام آباد او پنډۍ ته د سمګلنګ انکشاف شوې دې ۔
ذرائعو دعویٰ کړې چې څو ورځې وړاندې د نامتو سمګلرانو او د تحريک انصاف بعضې مشرانو ترمينځ په دې معامله باندې باقاعده خبرې هم شوې وې ۔
ذرائعو ترمخه دغه خبرو اترو دوران د پي ټي آئي دغه مشرانو د خپلې برخې د وصولۍ نه پس احتجاج کښې شامل نان کسټم پيډ ګاډو کښې اسلام آباد او پنډۍ ته د وسلې او منشياتو سمګلنګ ذه واري اخستې وه ۔
ذرائعو مخکښې وئيلي چې هم دغه وجه ده چې پي ټي آئي هره مياشت د خېبرپښتونخوا نه احتجاجي ريلي شروع کوي او اسلام آباد ته راځي ۔
ذرائعو ترمخه متعلقه خلقو ته د هاغه ورځې نه ويريدل پکار دي چې هسې نه د پي ټي آئي دغه مشران پيسې واخلي او سرښار ته ترهه ګر خپل احتجاج کښې راولي ۔