د اسلام آباد هائيکورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب توشه خانه ټو کيس کښې د باني پي ټي آئي درخواست ضمانت باندې سماعت کړې،عدالت د عمران خان ضمانت منظور کړې او د هغۀ د رهائۍ حکم ئې کړېدې ۔
دوران سماعت عدالت استفسار کړې چې کوم درې کسټمز افسرانو قيمت غلط لګولے آيا د هغوي متعلق کاروائي شوې ؟ په دې د ايف آئي اے پراسکيوټر اووئيل چې د کسټمز افسرانو څخه کوتاهي شوې ولې هغوي کريمنل مس کنډکټ کښې نه راځي او چاچې مالي فائده پورته کړې هغوي د بنيفشري کريمنل مس کنډکټ مرتکب شوي ۔
پراسيکيوټر عدالت ته اووئيل چې عمران خان بلغاري جيولري سيټ په غير قانوني توګه ځان سره کيښودې وو او توشه خانه کښې ئې نه دې جمع کړې ،وائي چې عدالت چي څه هم فيصله کوي ، هغه ميډيا کښې وړاندې نه چليږي چې ضمانت به کيږي ۔
جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب اووئيل چې تاسو ځان د ميډيا نه لرې ساتې، د ميډيا کار دغه دې چې سنسني به خوروي ۔
د دلائل مکمل کيدو نه پس عدالت د باني پي ټي آئي عمران خان درخواست ضمانت منظور کړې او دې کيس کښې ئې د هغه د خوشې امر کړې دې ۔