د بنو مختلفو سيمو کښې د ترهه ګرۍ او بدامني پيښې لا هم اودريدلي نۀ دي او وخت په وخت په رڼا ورځ د نامعلومه کسانو په ډزو بے ګناه خلق قتل کيږي ۔
د بنو جاني خيل علاقه کښې نامعلومه کسانو په ډزو قبائلي ملک شودي خيل او يوې زنانه پشمول څلور کسان پحق رسيدلي دي ۔
مقامي ذرائع وائي چې سين تنګه ويلي سيمه کښې نامعلومه کسانو په روان ګاډو ډزې کړي، ډزو لوجې څلور کسان ژوبل شويدي چې پکښې يوه زنانه هم شامل ده ۔