اسلام آباد: د جسټس امين الدين خان مشرۍ کښې قائم د سپريم کورټ اووه کسيزه آئيني بنچ د آرمي چيف د ملازمت موده غزولو خلاف دائر شوې درخواست خارج کړېدې ۔
اووه کسيزه آئيني بنچ دغه پټيشن د درخواست ګزار د عدم پيروۍ لوجې خارج کړيدې ۔
آئيني بنچ دې لړ کښې د سپريم کورټ د رجسټرار آفس لخوا په درخواست لګولې شوي اعتراضات هم برقرار ساتلي دي ۔
رجسټرار آفس دغه درخواست باندې د ناقابل سماعت اعتراضات لګولي وو ۔
ياده دې وي چې محمد اختر نقوي دغه درخواست جمع کړې وو ،ولې اولني سماعت دوران هغه آئيني په وړاندې نۀ وو پيش شوې ۔